سیاست

پیام محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان به مناسبت روز جهانی مهاجرت

کابل باختر 31 جوزا
بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته،
روز ۳۰ جوزا، روز جهانی مهاجرت ، برای دولت و مردم افغانستان اهميت خاصی دارد، زيرا افغانستان كشوری است كه میليون ها تن از اتباع آن به سراسر جهان مهاجر شده اند. اگر چه در طَی پانزده سال گذشته، شش میليون مهاجر ما به وطن خود باز گشته و بيشتر شان زندگی موفقيت آميزی را از سر گرفته اند، ولی باز هم میليون ها تن ديگر هنوز به كشورهای ديگر اقامت دارند.
زموږ ټوله هڅه باید دا وي چې هیڅوک په افغانستان کې له خپل کور او کلي وتلو ته مجبور نه شي. فعلا د افغانستان په داخل کې هم په لکونو بې ځایه شوي لرو چې ظلم او جګړې دربدره او پریشانه کړي دي. د داخلي بې ځایه شویو له کورنیو سره د ملي او بین المللي موسسو له خوا عاجلې مرستې کیږي او د مهاجرینو او عودت کوونکو د چارو وزارت همدا اوس په خپل سل ورځنی پلان کې په نظر کې لري چې د داخلي بې ځایه شویو په باره کې مفصله مطالعه وکړي، څو د دقیقې سروې اومطالعې په اساس په هغو لارو چارو غور وکړو چې دغه کسان بیرته خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شي. بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسول او د هغو عواملو ختمول چې دوی یې د کور کلي پریښودو ته مجبور کړي، زموږ مهم اهداف دي.
بيش از نود و پنج در صد از مهاجران افغان در دو كشور همسايه ما ايران و پاكستان بسر می برند. من از مردم و حكومت های هر دو كشور تشكر می كنم كه میليون ها هموطن ما را در خاك خود پذيرا گرديدند. همچنان از كمیشنری عالی ملل متحد و سازمان های انساندوستانه تشكر می كنم كه در سخت ترين شرايط دست مهاجران ما را گرفته و به آنان مساعدت كرده اند.
در سفر گذشته ام به جمهوری اسلامي ايران، هر دو طرف به توافق رسيديم كه برای بررسی امور مهاجرين، كميته مشتركی ايجاد گردد. اين كميته در ايران روی مشكلات مهاجرين افغان كار خواهد كرد. من از رهبر جمهوری اسلامي ايران تشکر میکنم كه فرمان دادند تا كودكان مهاجرين افغان حق ورود به مكاتب و مدارس آن كشور را داشته باشند. برای برگشت داوطلبانه مهاجرين، تمديد مدت اقامت، و دريافت جواز كار، با جهت ايرانی در ارتباط هستيم تا به توافق هايی برسيم.
مونږ له پاکستاني مقاماتو هم مننه کوو چې د هغو مهاجرینو د راجستر کولو په برخه کې یې راسره موافقه وکړه چې راجستر شوي نه دي او د سندونو نشتوالی ورته مشکلات پیدا کولای شي. په پاکستان کې به د ناثبت شویو مهاجرو د ثبتولو کار په همدې روان اوړي کې پیل شي. د یادولو ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د استوګنې موده د روان میلادي کال تر پایه پورې بشپړیږي. هیله ده چې د افغانستان خاصو شرایطو ته په پام سره د پاکستان حکومت د دې مودې تمدیدلو ته اقدام وکړي.
  که څه هم په تیرو کلونو کې اکثرو راستانه شویو مهاجرو په خپل هیواد کې کامیاب او خوشحاله ژوند پیل کړی دی او همدا اوس د هیواد یو لوی شمېر سیاستوال، متخصصان او متشبثان هماغه کسان دي چې په کلونو کلونو د مهاجرو په حیث په نورو هیوادونو کې اوسېدل، خو ځینې راستانه شوي مهاجر تر اوسه پورې په غیرعادلانه شرایطو کې ژوند کوي. د دوی کورونه او جایدادونه نورو قبضه کړي او حقونه یې پامال شوي دي. دغه راز یو شمیر هغه ښارګوټي چې باید راستانه شوي وطنوال پکې اوسیدلای، د لازمو تاسیساتو د نشتوالي په وجه د استوګنې وړ نه دي او یا یې زورمندانو ځمکې قبضه کړي دي چې دغه وضعیت ته باید د پای ټکی کیږدو.
بنا بر اهميتی كه مسئله مهاجرين برای حكومت افغانستان دارد، دو ماه قبل، در شورای عالی وزيران فيصله گرديد كه كمسيون عالی مهاجرين ايجاد شود. من خود رياست اين كمسيون را به عهده خواهم داشت، و می خواهم با مشاركت جهت های ذيدخل، به مشكلات مهاجرين و همچنان بيجا شدگان داخلی رسيدگی كنم.
د خلیج د غاړې په عربي هیوادونو کې تر نیم میلیون ډیر افغانان ژوند کوي .په سعودي عربستان کې شاوخوا درې سوه زره افغانان د اسنادو مشکل لري. سعودي حکومت راسره منلې ده چې خپلو دغو وطنوالو ته افغاني پاسپورټونه ورکړو. دغه راز د خلیج د غاړې په هیوادونو کې د خپلو وطنوالو د کار د شرایطو د بهتري لپاره په هڅو بوخت یوو.
  موږ اراده لرو چې د خپلو دغو وطنوالو د مشکلاتو د کمولو لپاره په کوربه هیوادنو کې د خپلو کونسلګریو ظرفیت او صلاحیت زیات کړو. په نورو هیوادونو کې د افغان اتباعو له حقونو څخه دفاع د دولت یوه اساسي وجیبه ده. مهاجر ځينې حقوق لري چې دنیا په رسمیت پیژندلي دي. زموږ ټوله هڅه به دا وي چې مهاجر مو له خپلو حقه حقونو برخور وي او داسې زمینې مساعدې شي چې ماشومان یې تعلیم وکړي او مهارتونه حاصل کړي.
همچنان قابل ياد آوری است كه هزاران افغان در كشورهای اروپا، استراليا، كانادا، ايالات متحده و ساير كشورها به حيث مهاجر اقامت دارند، و از مهمان نوازی و خدمات آنان مستفيد شده اند. اما در اين اواخر شماری از پناهجويان افغان به علت نداشتن اسناد و مدارك با خطر اخراج روبرو هستند. خواهش من از آن كشورها اين است كه با در نظر داشت مشكلات كشور ما در سال جاری، از اخراج پناهجويان صرف نظر كنند.
داستان مهاجرين ما، بخش غم انگيزی از تاريخ معاصر است. مليون ها افغان در طَی چندين دهه مجبور بوده اند به دور از خانه و كاشانه خود زندگی كنند و سختی های مهاجرت را متحمل شوند، و متاسفانه اين وضعيت هنوز به پايان خود نرسيده است. ولی تصميم و فيصله جدی ما اين است كه افغانستان را يك بار ديگر به خانه مشترك و امن همه افغان ها تبديل كنيم، و آينده ای را سامان بدهيم كه ديگر هيچ هموطنی مجبور نباشد كه به دور از ميهن خود زندگی كند، و اين آينده به توفيق خدا دور نخواهد بود. در تمام سال ميلادی گذشته، هفده هزار مهاجر به وطن عودت كردند، اما در سال ميلادی جاری، تنها در شش ماه نخست، چهل و دو هزار هموطن ما به كشور بر گشته اند. آمارها نشان می دهد كه روند بازگشت مهاجرين به كشور، چندين برابر شتاب گرفته است.
افغانان که هر چیرته اوسي، خپل وطن نه هیروي. زموږ ادبیات د وطن د مینې له احساساتو او د پردیسي د ترخو تجربو له بیانه مالامال دي. زموږ خلک تر بل هر چا په دې حقیقت ښه پوهیږي چې : پردی وطن د مېړو قدر کموینه!
د یوې داسې سبا په هیله چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په هیڅ ملک کې هیڅوک د وطن پریښودلو ته مجبور نه شي.
تل دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا