جامعه

په سمنګانو کې داووه پنځوسو تنو دفضيلت پګړى وتړلې .

کابل باختر د وري  څلورمه :
دسمنګانوپه ولايت  داوو پنځوسو تنو ديني عالمانو دفضيلت  پګړۍ وتړلې .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې  دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکوښار دخراسان دکارتې په جامع جومات کې په يوه نوراني غونډه کې دهېواد دشمال او شمال  ختيځو له ولايتونو څخه دزرګونو تنو عالمانو په ګډون داووه پنځوسو تنو ديني عالمانو او دقران عظيم الشان دحافظانو  دفضيلت  پګړۍ  وتړلې شوې .
ويل کيږي چې له دغو کسانو  څخه   ٤٢ تنه ديني عالمان  او  ١٥ تنه  نور دقران کريم حافظان  دي .
دسمنګانو ولايت دحج او اوقافو رياست  دجوماتونو لوى مدير  مولوى سيد عبدالغفور  هاشمي په اسلامي ټولنه کې  ددغو عالمانو فراغت يوه جدي اړتيا وبلله  او ويې ويل چې دهېواد په دننه  کې عالمان داسلامي علومو په جوهر سمبال روزل کيږي له هغو کسانو څخه څو برابره غوره دي  چې دزده کړې  لپاره بهرنيو  هېوادونو ته ځي  .
ده زياته کړه چې همدا اوس دسمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليو کې  په اوو رسمي ديني مدرسو سربيره  يو سلو څلويښت خصوصي ديني مدرسې فعاليت لري  چې په خصوصي مدرسو کې څه دپاسه دوه زره تنه طالب العلمان په ديني زده کړو  بوخت دي .
  ختم- ف _ اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا