امنیت

ملي امنيت هغه سړى ونيوه چې شب نامې يې خپرولې

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دملي امنيت مامورينو هغه سړى چې د وسله والو طالبانو له خوا د شب نامې په خپرولو موظف کړى شوى و؛ تېره شپه په بادغيس کې ونيوه.
د بادغيس ولايت د ملي امنيت يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل: دغه سړى تيره شپه دبادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتوکې د شب نامې د ويشلو په وخت کې د ملي امنيت د مامورينو له خوا ونيول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه سړى د وسله والو طالبانو د ډلې د يو قوماندان عبيدمحمد له خوا د مقر ولسوالۍ په توتک سيمه کې د شب نامې په خپرولو موظف کړى شوى و.
خبرځاى زياته کړه چې له نيول شوي سړي څخه تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته