ټولنه

څلور تنه په دايکنډي کې په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل / د غويي ٢٠مه / باختر په دايکنډي کې څلور کسان نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول. د شهرستان ولسوال ضامن علي پويا د باختر آژانس له سيمه ييز خبريال سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل: ددغه ولايت د شهرستان ولسوالۍ په راموک کلي کې د يو فلاينکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله څلور تنه ووژل شول. هغه زياته کړه: په پېښه کې د دغه موټر لس نورې سپرلۍ ټپيانې شوې. په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. پويا زياته کړه: ټپيان د درمنلې په موخه د شهرستان ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي چې د هغوى روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته