ښوونه او روزنه

دمحصلانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٥
دمحصلانو نړيواله ورځ نن دافغانستان دځوانانو داتحاديې له خوا په کابل کې ونمانځله شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه غونډه ديو شمير دولتي مسوولينو ،د پارلمان دوکيلانو،دافغانستان دځوانانو داتحاديې دمشرتابه هيئت او دځينو پوهنتونونو ديو شمير محصلانو په ګډون جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات په خبرو کې دمحصلانو دنړيوالې ورځې له امله ټولو محصلانو او ځوانانو ته مبارکي وويله چې دهيواد راتلوونکى په ځوانانو پورې اړه لري او يواځې دځوانانو ځواک او ځواکمني کولاى شي دترقۍ او پرمختګ په لور رهبري کړي.
ده ځوانان دعلم او پوهې زده کړې او په بيلابيلو څانګو کې زياتو هلوځلو ته وهڅول او ويې ويل چې دځوانانو په هڅو او زيار سره هيواد له اوسني حالت څخه خلاصون مومي او دترقۍ او پرمختګ په لورځي.
دغه راز په دې غونډه کې دځوانانو داتحاديې رييس محمد خان دانشجو خبرې وکړې او ويې ويل چې کال په کال دنوامبر د مياشتې اولسمه په بيلابيلو هيوادونو کې دمحصلانو دنړيوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي.
دځوانانو اتحاديه په اوسنيو شرايطو په پوهيدو او محصلانو ته په درناوي سره کال په کال ددغې ورځې دنمانځنې لپاره جشن جوړوي.
ده زياته کړه : له بده مرغه دافغانستان حکومت دهيواد محصلانو ته لکه څنګه چې لازمه ده پاملرنه نه ده کړې او آن محصلان په ډيرو لومړنيو امکاناتو برلاسى نه لري او بايد دولتي او دخصوصي تحصيلي بنسټونو مسوولين دمحصلانو په زده کړه او هغوى ته دمناسبې درسي فضا په برابرولو کې لازمه پاملرنه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې دماليې وزير اکليل حکيمي د دې ترڅنګ چې دمحصلانو دنړيوالې ورځې له امله ټولو ځوانانو او محصلانو ته مبارکي وويله ، څرګنده کړه چې دځوانانو مسئله دحکومت دکار په سرکې ځاى لري چې څه ډول دهيواد په دننه او بهر کې ځوانانو ته د زده کړې زمينه برابره شي.
ده زياته کړه چې ځوانانو ته د زده کړې د زمينو په برابرولو سربيره دحکومت دنده ده چې دځوانانو دکار زمينه هم برابره کړي دغه راز په دې غونډه کې يو شمير محصلانو خبرې وکړې او سربيره پر دې چې دمناسبې فضا او دلازمو تحصيلي امکاناتو دنشتوالي په برخه کې دمحصلانو او ځوانانو دلارې پرسر يو لړ پرتې ستونزې په ګوټه کړې زياته کړه چې بايد دولت دښوونځيو فارغانو ته دلوړو زده کړو زمينې او هغو نورو ځوانانو ته چې له پوهنتونونو څخه فارغيږي کاري فرصتونه برابر کړي.
ددغې غونډې په بهير کې دځوانانو داتحاديې دستاينې لوحه ددغې اتحاديې درييس له خوا دماليې وزير ته ورکړى شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته