سیاست

له امريکا سره دستراتيژيکي تړون په باب خبري له سره پيل شوي دي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه  خبري غونډه کې وويل  له  طالبانو سره خبري  په هرځاى کې چې وشي  يو داسې بهيردي چې وخت ته اړتيالري.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  په دې خبري غونډه کې دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي  زياته کړه  چې دغه هدف ته درسيدو په خاطر لا تراوسه پوري په لومړنيز پړاونو کې يو او هيله ده چې ښيې نتيجي ترلاسه کړو.

ده وويل  په قطر کې دطالبانو دډلې دسياسي دفتر جوړول تراوسه پوري دکوم هيواد  له خوا نه دى تائيد شوي او که چېري جوړ هم شي  چې دافغانستان له دولت او دقطر له دولت سره په تفاهم کې به وي  اوپه  تيره بيا دافغانستان اساسي شرط يعني  له طالبانو سره په خبرو کې رهبري او مالکېت به دافغانانو په غاړه وي .

موسي زي زياته کړه دسعودي عربستان دولت  ديو دوست هيواد په توګه  دافغانستان دسولې دبهير ملاتړ کوي  او موږ هم په دې بهير کې دعربستان دزياتو همکاريو غوښتونکې يو.

ده دافغانستان دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دستراتيژيک تړون په باب دخبرو بيا پيليدو ته اشاره وکړه او ويې  ويل  چې ددواړو هيوادونو دهيتونو ترمنځ خبري له سره پيل شوي دي  او دافغانستان په دننه کې  ترسره کېږي.

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى په دې خبري  غونډه کې وويل چې دافغانستان دسولې په بهير دپاکستان رول اغيزمن دي  او مهم ټکې دا دي چې پاکستان په دې بهير په همکاري او ملاتړ کې په صادقانه ډول عمل وکړي  او دتروريزم ستونزه يوه سيمه ييزه ستونزه اوپه سيمه کې دګاونډيانو همکاري حتمي ده.

دغه راز  د جنوبي کوريا  دپنځه سوه مليونو ډالرو مرستي په باب هم معلومات ورکړل  او ويې ويل  جنوبي کوريا په پام کې لري چې دغه پيسې  په بيلابيلو برخو کې  په هيواد کې  دظرفيتونو دلوړولو لپاره ترراتلوونکو پنځوکلونو پوري  ددولت دبودجي له لاري ولگول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته