امنیت

د مقناطيسي ماين چاودنې په کابل کې درې تنه ټپيان کړل

 کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
د کابل پوليس د هغه مقناطيسي ماين چې نن سهار په اته نيمو بجو دکارته پروان په برقي کوڅه کې وچاوديدتحقيق کوي .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې   رييس سيداقا هاشمي رامنځه  شوي چاودنه  دپوليسو په يو رنجر موټر کې ديو ځاى پرځاى شوي مقناطيسي ماين زيږنده بولي .
ده   دباخترآژانس خبريال ته وويل :  معلومه نه ده چې  دغه ماين چيرته په دې موټر کې ځاى پرځاى شوى و.
په  دې پيښه کې د چلوونکې په  ګډون  دوه تنه ملکي  وګړي  چې له ساحې څخه
تيريدل ټپيان شوي دي  چې دهغوي روغتيايي حالت ښه  بلل شوى دى.
دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځته کيږي  چې څو  ورځې مخکې  په تيلو بار په ټانکرونوکې  دڅو دځاى پرځاى شويو مقناطيسي ماينونو دچاودنې له امله په کابل کې يوستره  اورلګيدنه رامنځته شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته