فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغيه !

کابل باختر دسلواغې شلمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغيه !
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوري رياست د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو د پياوړتيا او نوماندانو ته د اسانتياوو د برابرولو او د هغوى د پروګرامونو د منعکس کولو په مقصد ابلاغوي چې د مطبوعاتو نړيوال مرکز د جمهوري رياست   د محترمو  نوماندانو د غونډو، ويناوو او د خبري پروګرامونو منلوته چمتو دى.
دغه راز په دغه مرکزکې اورول شوې ويناوې په يوه دولتي ورځپاڼه کې چاپيږي او د ملي ټلويزيون له لارې خپريږي.
دجمهوري رياست محترم نوماندان کولاى شي د وخت په ريزرف سره د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې له برابرو شويو اسانتياووڅخه استفاده وکړي.
د زياتومعلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد دې د ٠٧٩٩٣٣٩٥٥٣او ٢١٠٣٢٨٤ لمبر ټيلفونونو له لارې اړيکې ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته