دکندهار ښار په مربوطاتوکې دپوليسو له خواڅلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور وسله وال يي ونيول شول .
دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو عملياتو کې دغه راز دولس ماينونه ، دولس شل کيلويي بوشکي چاوديدونکي توکي ، دهاوان پنځه ماينونه ، دتوغندي شپږ ماينونه دکلاشينکوف سل ګولۍ ، درې لاسي بمونه ، شل کيلوګرامه اومه چرس او يوه تي تي تومانچه دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي ده .