کندز باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ نن په بشپړ ډول د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
د کوماندو د ځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختر آژانس ته وويل چې د ډار اچوونکوله شتون څخه د امام صاحب ولسوالۍ د پاکولو عمليات يوه اوونۍ مخکې پيل شوي وو چې دښمن ته د سر د دروند زيان له اړولو وروسته دغه ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له شتون پاکه شوه.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې سلو تنوکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
له بله پلوه د کندز ولايت امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکوله شتون څخه دامام صاحب ولسوالۍ له پاکولو وروسته څو پوستې جوړې کړې دي چې په دغې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د احتمالي بريد مخه ونيول شي.
0 1 دقیقه لوستل