امنیت

په سمنګانو کې ديوې ښځې مرموزه وژنه .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
ديوې ځوانې ښځې مړى نن سهار دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښارکې دپوليسو لاس ته ورغۍ.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دويم څارن منير رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: پنځه ديرش کلنه ميرمن ماه جان چې دايبکو ښار دمجاهد کارتې اوسيدونکې وه تيره شپه دايبکو ښار دايبکو په زاړه کلي کې دخپل خپوان په کور کې وژل شوې ده او مړى يې له کور څخه بهراچول شوى و چې دپوليسو لاس ته ورغى .
يوه اړونده خبرځاى وويل دوژنې په تور دوه نارينه او يوه ميرمن چې دمقتولې نږدې خپلوان دي دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
خبرځاى زياته کړه نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى او دوژنې علت يې کورنۍ اختلافونه بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته