سیاست

جمهوررئیس غني د کرکټ ملي لوبغاړو ته په خطاب کې: هیله ده چې دغه نړیوال جام په خپلو کارنامو دوامدار افغانستان ته راوړئ

کابل/باختر/ د مرغومي د مياشتې ٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په چهار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل: د کرکټ نړیوال جام دوه ځله په دوره یي ډول افغانستان ته راوړل شو او هیله ده چې دا ځل به یې په خپلو کارنامو دوامدار راوړئ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس د افغانستان د کرکټ لوبغاړي هغه واقعي اتلان وبلل چې هېوادوالو ته تل د خوښۍ او ویاړ احساس ورکوي.
هغه زیاته کړه، فکر نه کوم د کرکټ هومره اجماع دې د بل څه په اړه موجوده وي او حکومت به خپل امکانات له دغو ملي اتلانو څخه درېغ نه کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، له نېکه مرغه ستاسو په دوره کې د کرکټ نړیوال جام دوه ځله افغانستان ته راوړل شو.
هغه زیاته کړه،د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د لس هېوادونو په ګډون په ۲۰۱۹ کال په انګلستان کې پیلېږي او دا ځل به د کرکټ د دغو ملي اتلانو له برکته دغه نړیوال جام په حقیقي بڼه افغانستان ته راوړو.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته