کابل باختر د لړم دريمه :
د ماليې وزير اکليل حکيمي نن په کابل کې د عربي متحده ااماراتو له سفير جمئه محمدالله الکعبي سره وکتل .
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا، د قصبې د استوګنې د ١١١ بلاک د پروژې، د شيخ زايد پوهنتون او روغتون، د سړکونو او دارالايتام د جوړولو په ګډون د بېلابېلو انکشافي پروژو په باب غور او خبرې وکړې .
دغه راز دواړو لورو د هغو نندارتونونوپه باب چې ټاکل شوې ده د سوداګرۍ، صنعت او انرژۍ په برخوکې په عربي اماراتو کې جوړ شي؛ خبرې وکړې.
د عربي متحده اماراتو سفير د ماليې وزارت د وروستيو کړنو او لاسته راوړنو په هرکلي سره له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ .
ده دغه راز غوښتنه وکړه، په هغه نندارتون کې چې د سوداګرۍ، صنعت او انرژۍ په برخوکې په اماراتوکې جوړيږي؛ د افغانستان د حکومت استازي هم ګډون وکړي .
د ماليې وزير د انکشافي پروژو د تمويلولو په برخه کې د عربي متحده اماراتو د مرستو او کارنده ونډې اخستنې له امله په مننې او قدردانۍ سره په دغو نندارتونونوکې د حکومت د استازو د ګډون ډاډ ورکړ.
0 1 دقیقه لوستل