ټولنه

ددرونټي _ سرخاب واټ جوړيږي

کابل  باختردکب دمياشتې  ٧ :
په ننګرهار ولايت کې  دپنځو کېلومترو په اوږدوالي په سړک  دکريړ اچولو کار ددغه ولايت دفوايد عامې رياست له خوا پيل شو.
په دغه سړک له درونټي څخه ترسرخاب سړک پورې کريړ  اچول کېږي
دننګرهار ولايت دفوايد عامې رييس رسول ګل فقير باختراژانس ته وويل، دغه سړک پنځه کېلومتره اوږدوالي اونهه متره سور لري چې دخلکو په غوښتنه او دولايت دمقام په لارښوونه به په پنځلسو ورځو کې کريړ واچول شي .
رسول ګل زياته کړه: ددغه سړک بيا جوړول اوکريړ اچول زياته اړتيا ده  ځکه چې کله کله دموټرونو او بار وړونکو وسايطو د ګڼه ګوڼې له امله  دجلال اباد _ کابل  سړک  ددرونټي په ساحې کې دترافيکو پرمخ تړل  کېږي اوستونزې رامنځته کوي .
درسول ګل دڅرگندونوله مخې، دلازمې  بودجې په برابرولو سره په پام کې لري چې ددرونټي فرغي  واټونه دسرخاب ترسيندپورې  قير شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته