ټولنه

ډاکتر کمال سادات :دسولې په ټينګښت کې دهلمند دځوانانو رول مهم وباله

کابل باختر د ليندى  دولسمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين ډاکترکمال سادات پرون دهلمند دځوانانو په غونډه کې  وويل چې ځوانان دامنيت په تامينولو او دهېواد په پرمختګ اوسوکالۍ کې مهم رول لري .
دباختراژانس  دسيمه ئيز خبريال   دخبرله مخې ، دځوانانو دچارو معين چې په لښکرګاه ښار کې دهلمندي ځوانانو په سراسري غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې دهېواد ځوانان کولاى شي دسولې په تينګښت او دامنيت په تامينولو  او دهېواد په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي او خپل هېواد اوخلک له روانو مصيبتونو او کړاونو څخه وژغوري .
  په دې غونډه کې  چې دهلمند دمرکز او ولسواليو دځوانانو دهمغږى  په نامه په لښکرګاه ښار کې جوړه شوه دځوانانو د چارو معين  دغه غونډه ددغه ولايت   دمرکز او ولسواليو دځوانانو ترمنځ داړيکو دتامينولو  لپاره زيات ارزښتناک وباله  او دغونډې له ټولو برخه والو ځوانانو  څخه يې وغوښتل چې دسولې د ټينګښت لپاره له وسله والومخالفينو سره دخبرو دزمينې دبرابرولو او دهېواد په بيا رغاونه کې خپل رول په ښه توګه ترسره کړي .
په دې غونډ کې دهلمند دوالي مرستيال  مجاهد الله صفاري ددغه ولايت دځوانانو دغوښتنو دعملي کولو په لاره کې د هملندولايت دادارې همکارى  څرګنده کړه او ويې ويل چې دولت بايد دهلمند ځوانانو ته په هېواد او بهر کې د زده کړې  زمينه برابره کړي .
په دې غونډه کې يوشمير  هلمندي ځوانانو خپلې نظريې څرګنده کړې او دخپلو يولړ غوښتنو دڅيړنې په خاطر يې د دولتي مسوولينو دپاملرنې غوښتنه وکړه .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته