امنیت

په ننګرهار کې په نويو هوايي بريدونوکې طالبانو او داعشيانو ته دسر دروند زيان .

کابل باختر دزمري نهمه :
په ننګرهار ولايت کې دافغان او ناتو پوځيانو په هوايي بريدونوکې دطالبانو او داعش ډلو ته دسردروندزيان اوښتى دى .
دغه هوايي بريدونه په تيرو ٢٤ ساعتو کې ددغه ولايت په ځينو سيموکې شوي دي
دغه بريدونه دافغانستان او ناتو دهوايي ځواکونو له خوا  دطالبانو او داعشيانو پرسنګرونوترسره شوي دي
  دغه راز په روداتو ولسوالۍ کې دطالبانو پرسنګرونو په لومړي هوايي پريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله  خوږياڼي باختراژانس ته خبر ورکړ: په دغو هوايي بريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژ ل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول
  ده زياته کړه: په دغو طالبانو په روداتو ولسوالۍ کې دهغوى پر پټنځيو بريد شوى دى .
ديوبل خبر له مخې :  په اچين ولسوالۍ کې دداعشيانو پرسنګرونو په  هوايي بريدونوکې يوولس تنه داعشيان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته