کابل باختر د وږي د مياشتې ١٩ :
په کابل کې ديوه مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يوه پوځي واسطه يو څه زيانمنه شوه .دباخترآژانس دخبرله مخې : دقمبر دڅلور لاري دبلاکونو په ساحه کې نن سهار ديومقناطيسي ماين د چاودنې له امله يوه پوځي واسطه ويجاړه شوه.امنيتي مسوولين دغه پيښه تائيدوي .
دغه مسوولين او عيني شاهدان وايي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى .
پرون هم د يوه مقناطيسي ماين د چاودنې له امله چې په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوي و ، دتايمينو په ساحه کې يو تن ووژل شو او درې تنه نور يې ټپيان کړ.وسله وال طالبان ددغه شان تروريستي پيښو عاملين پيژندل کيږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ