امنیت

اووه طالبان په زابل کې ووژل شول

– کابل / د وري ٢٢مه / باختر
اووه وسله وال طالبان په زابل کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او درې نوريې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې پر امنيتي پوستو بريد ته چمتو کېدل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې ٧ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور يې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې د هېواد هوايي حواکونو پر دغو وسله والو طالبانو مخکې له دې چې د ارغنداب پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي؛ بريد وکړ.
د يو بل خبرله مخې:
پوليسو په زابل کې د شپږو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته