کابل باختردثور دويمه :
دملي اردو پنځه تنه منسوبين نن سهار په بادغيس ولايت کې دطالبانو په يو کمين کې شهيدان شول .
دبادغيس دولايتي شوراغړي خانجان ظفرددغه خبرپه تاييدولو سره باختراژانس ته وويل: دملي اردو پنځه تنه منسوبين چې په يو رنجر موټر کې سپاره و دبادغيس ولايت دمرکز اړوند شوباشک په سيمه کې دطالبانو له کمين سره مخامخ شول چې دجګړې په نتيجه کې شهيدان شول .
ده وويل:
طالبان له ساحې څخه تښتيدلي دي او امنيتي ځواکونه دهغوى دموندلو لپاره اقدامات پيل کړي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ