امنیت

شپږ ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوږي  شپږمه :
افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون د هېواد په ١٤ ولايتونوکې د عملياتوپه بهيرکې ٣٦ تنه ډار اچوونکي ووژل .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو د ځپلو او دخلکو د سر او مال د ساتنې په مقصد د ننګرهار، غزني ، پکتيا ، قندهار ، زابل ، هرات، فراه، بادغيس، تخار، بغلان ، کندز ، سرپل ، جوزجان او د هلمند د ولايتونو په يو شمېر ولسواليوکې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د ډار اچوونکو د دوو قوماندانانو په ګډون ٣٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ ١٥ تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول.
  د دغو عملياتوپه بهيرکې  چې د کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول؛ د ملي اردو ٥ تنه منسوبين شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته