امنیت

٢٦تنه طالبان د ملي اردو د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې  دملي اردو دځواکونوپه  هوايي بريد کې ٢٦ تنه طالبان ووژل شول  او ٣١ تنه نورټپيان شول.
دفراه  ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال باهر دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه بريدونه  تيره شپه  دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دطالبانوپه سنګرونو ترسره شول چې له امله يې  ٢٦ تنه طالبان ووژل شول او  ٣١ تنه نور ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ؛ د دغو عملياتو په بهيرکې  د طالبانو يوشميرجنګي وسايل هم په  عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته