کابل / د کب 2 مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوری ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په کتنه کې دواړو لوریو د تاوتریخوالي د پام وړ کموالي پر جزئیاتو او د تاوتریخوالي کموالي اوونۍ د مدیریت په اړه بحث او خبرې وکړې.