فرهنګ

د١٣٩٣ کال د نوروزد نړيوال جشن دتياري کميسيون غونډه وکړه

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٥:
د١٣٩٣ کال  د نوروزد نړيوال جشن  دتياري  کميسيون ديارلسمه غونډه دلوړو  زده کړو دوزير په مشرۍ  جوړه  او دمسووليتونو دګړنديتوب په باب ټينګار وشو.
دلوړو زده کړو وزارت دخپرونو رياست  باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  معين پوهنمل نبي فراهي دفرهنګي  کميټي دکار ، دفوايد عامي معين انجينر احمدشاه وحيد ، دپغمان _ کمپنۍ او دقمبر له څلورلاري څخه تر قرغې پورې  دسړکونو دبيارغاونې  دکار دبهير رپوټ   او دغه راز دبهرنيو چارو ، دکورنيو چارو، ښار جوړولو  ، پوهنې اودکرنې دوزارتونو  ، ښاروالۍ اودامنيتي مرکزونو استازو دخپلو کارونو په باب رپوټونه وړاندې کړل .
دلوړو زده کړو وزير پوهاندډاکتر عبيدالله عبيد دموظفو کميټو کاري رپوټونه  واوريدل  ، دکاري بهيرنو  اوپه تيره بيا دکرنې  او دفوايد عامې دوزارتونو دکاري بهيردګړنديتوب غوښتنه وکړه .
په غونډه کې پريکړه وشوه  چې تراستملاک لاندې داستوګنې دکورونو دويجاړولو دبهير چې ددغو سړکونو په تګلورې کې  موقعيت لري  دفوايد عامې دوزارت  او دکابل ښاروالۍ له  خوا دکابل د امنيې قوماندانۍ په مرسته ډير ژر عملي او ددغو سړکونو دجوړولو کار ګړندى شي.
دغه راز دنوروز دجشن داجندا اودتشريفاتي پروګرام په باب چې دبهرنيو چارو دوزارت له خوا برابره شوې وه وڅيړل شوه  او تصويب شوه .
دغونډې غړو دنوروز دجشن داړوندو  نورو مسلو په باب هم خبرې وشوې  او موظفو کميټو ته دنده وسپارل شوه  چې خپلې سپارل شوې دندې بشپړې او په راتلوونکي غونډه کې يې رپوټ وړاندې کړي.
ديادونې وړ  ده  چې د ١٣٩٣ کال دنوروز  نړيوال جشن  دګاونډيو هيوادونو  ددولتي مقاماتو  اونورو بهرنيو ميلمنوپه ګډون  په زيات پرتم سره  دپغمان په غونډۍ کې  نمانځل کيږي  اوپه همدې مقصد  دجمهوررييس له خوا يو کميسيون
موظف  اودنوروز دنمانځنې دساحې دچمتو کولو په باب کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته