سیاست

د آلمان د دفاع وزير بلخ ته سفر وکړ

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٧
د آلمان د دفاع وزيرې پرون د بلخ ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان سره وکتل.
د آلمان د دفاع وزيرې ارسولا فوندر لاين د آلمان د دفاع وزارت د لوى درستيز د مرستيال ډګرجنرال کتايب او ددغه هيواد د پارلمان د يو شمير وکيلانو په ملګرتيا په داسې حال کې چې په شمال او شمال ختيځ زون کې د غوڅ ملاتړ قوماندان هم ورسره و ، د بلخ ولايت ته سفر وکړ .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالحميد حميد باختر آژانس ته وويل چې د بلخ ولايت ته د آلمان د دفاع د وزيرې د سفر موخه د مزارشريف ښار په مارمل کمپ کې له آلمان پوځيانو سره کتنه او د دغې قول اردو پرسونل ته د آلماني پوځيانو د سلامشورې ورکولو او د روزنې د بهير د څرنګوالي څيړنه وه.
د آلمان د دفاع وزيرې د ٢٠٩ شاهين قول اردو په تعليمي مرکز کې د ملي اردو منسوبينو د آلماني پوځيانو د سلامشورې ورکولو او روزنې بهير هم وکوت.
دا د بلخ ولايت ته د آلمان د دفاع د وزيرې دريم سفر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته