کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٣٠ :
اته تنه په بغلان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار د دوشي ولسوالۍ د احمد په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو کرولا موټرونو له يوبل سره ټکر وکړ.
د بغلان ولايت د ترافيکو يوه مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
ده د دغې ترافيکي پيښې علت د چلوونکو بې احتياطي وبلله .
په همدې حال کې د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر عبدالحليم غفاري په دې ترافيکي پيښه کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو روغتيايي حالت خراب وباله او ويې ويل چې دغه ټپيان د پلخمري ښار روغتون ته ليږدول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل