اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې اووه ډالره زياتوالى راغلى دى .

کابل باختر  دليندۍ دمياشتې  ٢٦ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس  سرو  زرو  په   بيه کې  د تيرې ورځې په  پرتله  اووه   ډالره زياتوالى ليدل کيږي .
تيره  ورځ  په  نړيوالو بازارونو کې يو انس سره  زر   په ١٢٣٤ ډالره  وړاندې کيدل  خو نن په ١٢٤١ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام مصري سره زره په ٢٤٠٠ افغانيو ،  کويټې ٢٣٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٣٠٠ افغانيو ، عربي ٢٠٠٠ افغانيو ، بحريني په ٢٠٥٠   افغانيو ، ، ايراني په ١٦٠٠ او يوګرام روسي سره زر په  ١٥٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته