امنیت

جمهوررئيس کرزي د آسوشيتد پرس د دوو تنو ښځينه خبريالانو پر مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړه

کابل باختر د وري  پنځلسمه
: د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي د خوست ولايت د تڼيو په ولسوالۍ کې د آسو شيتد پرس د خبري آژانس د دوو تنو ښځينه خبريالانو پرمرګ ژوبله خواشيني څرګنده کړه.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوررييس دويندوى ددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
د آسوشيتد پرس دغه دوه تنه خبريالانې د افغانستان د جمهوري رياست او د ولايتي شورا ګانو د انتخاباتو د تياريو د خبري پوښښ لپاره د خوست ولايت ته تللې وې چې نن له غرمې مخکې د دغه ولايت د تڼيو په ولسوالۍ کې ورباندې ډزې وشوې او له امله يې عکاسه آنيا نيدرنيګهاس و وژل شوه او خبرياله کيتي ګينن، ټپي شوه.
د هېواد جمهوررئيس په داسې حال کې چې پر دغې پيښې خواشينی شوی دی د کورنيو چارو وزير او د خوست والي ته يې لارښوونه کړې ده چې ټپي شوې خبرياله ډيرژر را انتقال او د هغې د عاجلې درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو څخه کار واخيستل شي.
همدا راز جمهوررئيس حامدکرزی د وژل شوې خبريالې کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي او ټپي شوې ته د سملاسي روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته