کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه : دغزني دعالمانو دشورا غړو پرون دغزني له والي سره په کتنه کې ددغه ولايت د جوماتونو دامنيت دتامينولو غوښتنه وکړه. دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ ددغې شورا يوه غړي سيداسدالله اصغري وويل ؛ چې د غزني جوماتونه دهېواد او خلکو ددښمنانوله ګواښ سره مخامخ دي او دولت بايد دغزني د جوماتونو دامنيت دتامينولو لپاره جدي تدبيرونه ونيسي. دغزني والي وحيدالله کليمزي ژمنه وکړه چې دغزني دعالمانو دشورا غوښتنو دعملي کولو په خاطر هلې ځلي کوي . ده وويل ؛ په هېواد کې دقومونو او مذهبونو ترمنځ توپيرنشته . په افغانستان کې دمذهبونو پيروان سره ورونه دي او چاته به اجازه ورنکړي چې په غزنيکې مذهبي اوقومي اختلافونو ته لمن ووهي . پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ