سیاست

د هېواد اجرائيه رئیس د ایران له ولسمشر سره په لیدنه کې: په ګډې همکارۍ سره به په سیمه کې ترهګري له منځه وړو

کابل باختر د تلې د مياشتې ۳نېټه: د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د نیویارک په وخت له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په څنډه کې د ایران د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس حسن روحاني سره وکتل. د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړی د هېواد اجرائيه رئيس د ایران په اهواز ولایت کې د وروستۍ ترهګریزې پېښې په اړه د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب د ایران جمهور رییس ته وړاندې کړل او ویې ویل: له یو بل سره په ګډې همکارۍ باید په سیمه کې ترهګري له منځه یوسو. ښاغلي روحاني د اجرائيه رئیس د خواخوږۍ او ډاډګیرنې له مراتبو د مننې ترڅنګ وویل، دا چې افغان ملت او د ایران خلک د ترهګرۍ قرباني دي خواشینی دی. ښاغلي روحاني وویل: د ایران خلک هم د افغانانو په درد او غم کې شریک دي او ټینګار یې وکړ چې د دواړو ملتونو په ګډې همکارۍ سره وکولای شو چې ترهګري له منځه یوسو. اجرائيه رئيس د افغانستان پر وړاندې د ایران له نیکو سیاستونو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو په اړه، مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په غښتلتیا ټينګار وکړ. اجرائيه رئيس وویل: د افغانستان دښمنانو هڅه وکړه چې په هدفمندونو بریدونو سره په افغانستان کې قومي ـ مذهبي نفاقونه رامنځته کړي؛ خو د افغانانو درک او ويښتا به دا توطیې شنډې کړې. ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې د پارلماني او جمهوري ریاست د ټاکنو د ترسره کېدو یادونه هم وکړه او هغه یې په افغانستان کې د سیاسي ثبات د تامین لپاره اساسي ګام وباله. ښاغلي روحاني په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جامع توافقپاڼې د وروستي کېدو غوښتنه هم وکړه او له چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې لپاره یې د چمتو والي او د افغانستان تر پولې د ريل پټلۍ د جوړېدو خبر ورکړ. هغه ټینګار وکړ: هېواد یې چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د امنیت د تامین په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. د هېواد اجرائيه رئيس د ښاغلي روحاني له وړاندیز څخه هر کلی وکړ او زیاته یې کړه چې د جامع توافقپاڼې نهايي کېدو کې پرمختګ شوی او هیله یې وښوده چې دا توفقپاڼه هر څه ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شي. دواړو لوریو په دې ناسته کې د کابل ـ تهران اړیکي حسنه او ښې یادې کړې او له شته اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخستنې لپاره یې د همکارۍ په ډېرېدو ټينګار وکړ.# پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته