پلخمري باختر دمرغومي دويمه :
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا پرون دوه تنه د خپلې وريندارې د وژنې په تور ونيول شول .
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع دباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه په خپلوکې ورونه دي او د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ګاراژونو په سيمه کې له هغه وروسته چې خپله ورېنداره يې د کلاشينکوف په ډزو سره ووژله او د خپل ورور اوښى يې هم ټپى کړ، د پوليسو له خوا ونيول شول او تر پوښتنې لاندې دي .
ختم- ف – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ