سیاست

دمشرانو جرګې رييس د ځوانانو دروزنيز پارلمان د مسوولينو شکايتونه واوريدل.

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دمشرانوجرګی رییس فضل هادی مسلم یارنن د یوی ناستی په ترځ کی د ځوانانو د روزنیزپارلمان درئیس او یوشمیر غړو شکایتونه او وړاندیزونه واوریدل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
داناسته چی دمشرانوجرګی درئیسانو دکمیټی په تالار کی جوړه شوی وه؛ دځوانانو دروزنیزپارلمان رئیس اقامحمدقریشی اوددی پارلمان څوتنو نورو غړو په وار سره په خپلو خبرو کی دمشرانوجرګی له ملاتړ او مرستو څخه د مننی ترڅنګ وویل چی مشرانوجرګی ددی پارلمان دپرانیستونکی غونډی او نوروغونډو په مهال له هیڅ راز هلو ځلو څخه ځان ندی سپمولی،بلکه ددی پارلمان اداری پلاوی ته یی کاری دفترونه هم په واک کی ورکړی دی،خو داطلاعاتواو فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معنیت او په ځانګړی ډول دځوانانو د معین له خوا نه یوازی داچی کړی ژمنی یی ندی تر سره کړی،بلکه دځوانانو دپارلمان لپاره یی په کابل او ولایتونو کی ستونزی جوړی کړی اوهیله یی څرګنده کړه چی ددی پارلمان دتنظیم او ملاتړچاری دی یو بل دولتی ارګان ته وسپارل شی؛ځکه چی د ځوانانو دچارو معیین مالی او کاری توان نلری.
ورپسی فضل هادی مسلم یارپه داسی حال کی چی سید حفیظ الله هاشمی دمشرانوجرګی د دارالانشا لوی رییس اوداکتر نورمحمد مرادپه افغانستان کی دملګرو ملتونو د دفتر دځوانانو د څانګی مسوول هم حاضر وو؛وویل تاسو چی د ځوانانو په پارلمان کی پارلمانی چاری تمثیلوی،باید په پوره زغم او حوصلی سره خپلی چاری پرمخ بوزی او که بیا تاسو چیری دسیاسی ژوند سره تړاو درلود نو باید حوصله اوتحمل د خپل شخصیت سره خپل کړی.
دمشرانوجرګی رئیس د خبروپه دوام د ځوانانود روزنیزپارلمان په مخینی باندی رڼاواچوله وویل چی دځوانانولمړنی تمثیلی پارلمان د مشرانوجرګی په ابتکارپه ۱۳۸۹کال کی جوړ شوی اوبیا دوه ځلی نور هم د مشرانوجرګی په تخنیکی او مالی ملاتړ په لاره واچول شواو دځوانانو د اوسنی روزنیزپارلمان په افتتاح او تخنیکی ملاتړ کی هم مشرانوجرگی ټاکونکی رول درلود.
فضل هادی مسلمیار دځوان د روزنیزپارلمان غړو ته په خطاب کی وویل چی هیچا ته باید اجازه ورنه کړی شی؛چی ستاسو په چارو کی سیاسی مداخله وکړی او یاهم ددی پارلمان غړی دسیاسی وسیلی په توګه وکاروی او تاسو هم مکلف یاست چی پارلمانی چاری تمثیل کړی،نه داچی د پارلمان د متخب استازی په توګه د دولتی ادارو په کارونو کی مداخله وکړی.
دمشرانوجرګی رئیس د دارالانشا لوی رییس ته لارښونه وکړه چی د ځوانانو دروزنیز پارلمان د اداری پلاوی اوملګروملتونود ځوانانو دچارو د دفتر سره په همغږی دی ددی پارلمان دعمومی غونډود دایرولو په لاره کی اړین ګامونه واخلی او ژمنه یی وکړه چی ددوی وړاندیزونه اوشکایتونه به،په یوه بیله ناسته کی داطلاعاتواو فرهنګ وزارت د ځوانانو له معین سره مطرح کړی.
ددی ناستی به پای کی داکتر نورمحمد مراد دملګروملتونود ځوانانو ددفترله لوری دهر راز مرستی ژمنه ورکړه.
دیوبل خبرله مخی دمشرانوجرګی رییس دپکتیاولایت دجانی خیلوولسوالی دمختلفوقومونودمشرانوغوښتنی اوستونزی واوریدی.
پدی کتنه کی چی دپکتیاولایت سناتوراوددارالانشا لوی رییس هم حضوردرلود،څوتنودنوروپه استازیتوب وویل چی دجانی خیلودولسوالی دسقوط په مهال طالبانودیوشمیرروغتیایی مراکزونو،مکتبونو،عام المنفعه تاسیساتواوددخلکودکورنوپه ورانولواو سوځولولاس پوری کړاودیادی ولسوالی یوشمیرخلک بیځایه شوی دی اوزیاته یی کړه چی پدی برخه کی بایداړوندحکومتی اورګانونه لازمی پاملرنه وکړی،همدارنګه دوی دجانی خیل-څمکنیو دسړک دبیارغولو اودپوهنی اوروغتیایی مرکزونوپه جوړولوکی دمشرانوجرګی درییس دمرستوغوښتونکی شول.
دمشرانوجرګی رییس دجانیخیلودسقوط له امله خپل خپګان څرګندکړ اودیادی ولسوالی دمشرانوسره یی ژمنه وکړه چی شته ستونزی به یی له اړونده حکومتی چاروکوسره شریکی کړی.
همدارنګه فضل هادی مسلم یارپه یوه بیله ناسته کی، داتصالاتودمخابراتی شرکت کاری رپوټ پداسی حال کی چی دولایتی شورای ګانو،امیتازاتواومصونیت دکمیسیون رییس اویوشمیرغړی هم حاضروو، واورید.
وروسته دمشرانوجرګی رییس په خبرو کی د مخابراتی خدمتونو به رول او اړتیا باندی خبری وکړی ،ټینګار یی وکړ چی مخابراتی شرکتونه باید دبا کیفیته مخابراتی اړیکو په تامین ،دتلیفونی مکالمود بیو په ټیټوالی او خلکو ته په لیری پرتو سیمو کی دمخابراتی تسهیلاتو په برابرولو کی اړینی هڅی تر سره کړی ،چی په مقابل کی دیاد شرکت له لوری د پورتنیو ذکرشوو مواردو دتحقق په لاره کی ډاډ ورکړ شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته