خبرونهاقتصادټولنهTOP

د سټنډرد ملي ادارې ۲۹ تانګره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول

کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر

د سټندرډ ملي ادارې هېواد ته بې کیفیته توکو د مخنیوي د هڅو پر دوام یو ځل بیا ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول.

یادې ادارې ویلي، چې د فراه په ۷۸ میل بندر کې یې ۲۱ ټانکره او نیمروز کې ۸ ټانکره بې کیفیته تېل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته ګرځولي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړاندې هم سلګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته بېرته ګرځولوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته