امنیت

دقندهار پر هوايي ډګر د راکټي بريدونو پلان جوړونکي له دوو تنو همکارانو سره يې ونيول شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دقندهار پر هوايي ډګر د راکټي بريدونو پلان جوړونکي له دوو تنو همکارانو سره يې دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شو.
دقندهار ولايت دملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باختر اژانس ته خبر ورکړ : دغه درې تنه تروريستان دقندهار ښار په مربوطاتو کې دملي امنيت دځواکونو له خوا په ځانګړو عملياتو کې ونيول شول.
نيول شوي کسان دهلمند ،پکتيکا او د زابل ولايتونو اصلي اوسيدونکي دي او له زياتې مودې راپه ديخوا يې دقندهار ولايت په تروريستي، ورانکارو بريدونو او ماين ښخونوکې ونډه لرله .
نيول شوي کسان په قندهار ولايت کې دجلب او جذب دکميسيون مسوول محمدنور، دقندهار پر هوايي ډګر د راکټي بريدونو پلان جوړونکى دوست محمد او ددغې ډلې يو فعال غړى عبدالرحمن دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته