امنیت

په کندز کې دځانمرګې بريد له امله ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل – باختر دسلواغۍ اوومه :
په کندز ښارکې دځانمرګى بريد له امله دڅو تنو پوځيانو په ګډون اتلس تنه ووژل شول
ويل کيږي چې دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دتروريزم پرخلاف دمبارزې مدير او ددغه ولايت دترافيکو مسوول ددغې پيښې په قربانيانو کې شامل دي.
دغه پيښه نن ماښام په پنځو بجو او ديرشو دقيقو هغه وخت رامنځته شوه چې په موټر سايکل سپاره يوه ځانمرګى بريد کوونکى خپل چاوديدونکي توکي دکندز ښار په چوک کې دپوليسو ديوې ګرځنده پوستې په وړاندې وچول.
دافغانستان په شمال کې دپوليسو د درې سوه درې زون يو مسوول باختر آژانس ته وويل :چې په دې ځانمرګي بريد کې دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دتروريزم پرخلاف دمبارزې دمدير مرى او ددغه ولايت دترافيکو دمسوول سيداسلم سادات په ګډون اتلس تنه وژل شوي دي .
ده تاييد کړه چې په دې پيښه کې دولس تنه نور ټپيان شوي دي .
دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې، امنيتي مامورين دوسايطو په لټولو بوخت و چې دغه ځانمرګي بريد پرې وشو.
درارسيدلو خبرونو له مخې، ددغې پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي .
په همدې حال کې دکندز ښار په روغتون کې ډاکتران ددغې پيښې دپنځوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بولى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته