کابل باختردسلواغې دمياشتې ٩ :
دملي دفاع وزير له پاکستاني مقاماتو سره د يولړ خبرو اترو په مقصد دغه هېواد ته لاړ.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي دباخترا ژانس خبريال ته وويل : دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي دپاکستان د دفاع وزارت په رسمي بلنه پرون دغه هيواد ته روان شو.
ددغه سفر په بهيرکې چې څلور ورځې دوام کوي، د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو دپراختيا، امنيتي حالاتو او د بنسټ پالنې پرخلاف دګډې مبارزې او د يولړ نورو مسئلو په باب خبرې وشي.
پاى س ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ