امنیت

دتروريستي بريدونو دزياتوالي پرخلاف غبرګون کې په تخار او بدخشان کې پراخې مظاهرې .

کابل باختر د تلي  لسمه :
دتخار اوبدخشان دولايتونو په زرګونو تنو اوسيدونکو په هيواد کې دتروريستي بريدونو دزياتوالي پرخلاف غبرګون کې په مظاهرو لاس پورې کړ.
دوى له حکومت څخه وغوښتل چې دتروريزم دله منځه وړلو لپاره دې هغه څه چې دنظام  په دننه محور کې دتروريزم ملاتړى بولي پاى ته ورسوي .
دمظاهرو برخه والو مړ دى وي تروريزم ، مړ دى وي پاکستان او دتروريستي ډلو نور ملاتړي دشعارونو په ورکولو سره  له دولت څخه وغوښتل چې له تروريزم  سره دمبارزې په کار کې دې زيات جديت  ولري .
  دغه راز  دوى دشعارونو په ورکولو سره له خپلو امنيتي  ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ .
تخارى ځوان فروتن چې په دغومظاهرو کې يې برخه لرله له باختراژانس سره په خبرو کې وويل چې په تخار کې په زرګونو تنه ځوانان تيار دي چې داړتيا په صورت کې   له سرتيرو سره اوږه په اوږه دتروريزم پرخلاف مبارزه کې برخه واخلي .
مظاهره کوونکو پاکستان په افغانستان  کې   د تروريزم  ستر ملاتړى او زموږ دهيواد دويجاړتيا ستر عامل وباله او ددغه هيواد واکمنانو ته يې وويل چې هيڅکله  به دبيګناه  خلکو په وژنې  سره زموږ په هيواد کې خپلو هدفونو ته  ونه رسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته