سیاست

څلور اړخيزه ناسته جوړه شوه.

_ کابل باختردتلې د مياشتې  ١٧  :
په ایران او پاکستان کي د میشتو افغان کډوالو په اړه د افغانستان، ایران، پاکستان او UNHCR څلور اړخیزه ناسته جوړه شوه.
دغه څلور اړخیزه ناسته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په کوربتوب او د افغانستان او UNHCR په مشرۍ د سویس په جینیوا ښار کي جوړه شوه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ددې غونډي په پیل کي له پاکستان او ایران هیوادونو څخه، چي له ۱۹۷۸ تر ۲۰۰۱ میلادي کال پوري له افغانستانه تللو کډوالو ته یې ځای ورکړی، د منني ترڅنګ وغوښتل، چي له مهاجرینو سره د نړیوالو بشري او کډوالۍ قوانینو په رڼا کي انساني چلند وکړي.
ده وویل، چي که څه هم له ۲۰۰۲ میلادي کال وروسته تر ۶ میلیونه اضافه افغانان بیرته خپل وطن ته راستانه سول،خو په خبره یې، چي د روان کال په ترڅ کي به د هغو کسانو تعداد، چي له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو راستنېږي او یا هم په کور دننه بې ځایه کيږي، تر یو میلیون پوري ورسيږي.
هغه زیاته کړه، سره له دې چي دغو کسانو ته د اتوګنځى، تعلیم، صحت او نورو اساسي خدماتو برابرول د افغان حکومت له لومړیتوبونو دي، خودې ته اړتیا ده، چي د کډوالو د بیرته راستنېدو پروسه په احترام، عزت، همږغۍ، د هغوی په خپله خوښه او په پړاويز ډولتوګه مخته ولاړه سي.
اجرائیه رئیس همداراز یادونه وکړه، چي افغان کډوالو ته باید کافي وخت ورکړ سي، څو هغوی خپل تجارتي، فامیلي او نور فعالیتونه په حوصله پای ته ورسوي او له اندېښنو په خالي او ډاډه زړه خپل هیواد ته راسي.
ډاکټرعبدالله وویل، چي د افغانستان، ایران، پاکستان او UNHCR ترمنځ په ۲۰۱۲ میلادي کال کي د حل لاري تر نامه لاندي لاسلیک سوې ستراتیژي تر دې دمه په ښه توګه نه ده عملي سوي او لازم نتایج نه دي تر لاسه سوي، ځکه نو اړتیا ده، چي په دې برخه کي پر واقعیتونو بنا پلان او فعالیت وسي.
ده زیاته کړه، چي د کډوالو په بیا راستنېدنه کي باید ټولي بیروکراټیکي ستونزي له مخي پورته شي اوله هغوی سره مرستي د اسانو او ساده دفتري او اداري پړاوونو څخه تیري شي.
هغه د خپلي وینا په وروستۍ برخه کي وویل، چي د افغانستان د سولي او پرمختګ د ملي چارچوکاټ لویه برخه د کورنیو بې ځایه سوو او بیا راستنېدنکو سره همکارۍ ته ځانګړې شوې او ددې پلانونو تطبیق به له حکومت سره د اتوګنځي او نورو لومړنیو خدماتو په برابرولو کي مرسته وکړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګرانډي په دغه ناسته کي افغان حکومت ته د بروکسل کنفرانس د لاسته راوړنو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چي هلته د نړیوالي ټولني ژمنه سوي اقتصادي همکارۍ به په افغانستان کي د اقتصادي وضعیت له ښه والي سره مرسته وکړي.
ده زیاته کړه، چي د نړیوالو د مرستو او د افغانستان د سولي او پرمختیایي د ملي پلان په تطبیق سره به د هیواد په کچه نه یوازي د بې ځایه سوو بلکه، د بیا راستنېدونکو لپاره هم د ژوند اړین شرایط چمتو سي.
ښاغلي ګرانډي وویل، چي UNHCR او د ملګرو ملتونو نوري اړوندي مؤسسې د کورنیو بې ځایه سوو لپاره د افغان حکومت د پلانونو ملاتړ کوي او په دې برخه کي هر راز همکارۍ ته ژمن دي.
هغه د ایران او پاکستان له هیوادونو وغوښتل، چي له کډوالو سره د نړیوالو میثاقونو او قوانینو په رڼا کي چلند وکړي او د بیا راستنېدو پروسه یې پړاويز، د تنظیم وړ، با عزته او له هر ډول سیاسي کشمکشونو څخه لیري وي.
د UNHCR مشر د خپلو خبرو په دوام وویل، چي حکومتونه او د کډوالو عالي کمېشنري باید د مهاجرینو وضعیت ته د رسیدګۍ لپاره د نیویارک پريکړه ليک او د افغان کډوالو د حل لارو ستراتیژۍ ته مراجعه وکړي، څو د بیا راستنېدونکو لپاره اضافي همکارۍ جلب سي.
دغي څلور اړخیزي ناستي ته د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال حسین ذوالفقاری وویل، چي ایران د لسیزو په اوږدو کي د نږدې یو نیم میلیون راجستر سوو او په همدې شمير د غیر راجسټر سوو افغانانو کوربه و، خو اوس له اړوندو نړیوالو بنسټونو هیله لري، چي په دې برخه کي له ایران سره مرسته وکړي، ځکه چي د ایران دولت په یوازي سر دې شمير کډوالو ته د ژوند لازم شرایط نشي چمتو کولای.
نوموړي زیاته کړه، چي د کډوالو په ډله کي ډېری کړاوونه د مهاجرینو دویم او دریم نسل ویني او اړتیا ده، چي د ایران ترڅنګ افغانستان او UNHCR ددوی ستونزو ته په رسیدګۍ کي لازم ګامونه واخلي.
ښاغلي ذوالقاري وویل،دې ته اړتیا ده، چي د کډوالو د نه ستنېدو لاملونه وپلټل سي او اړوندي نړیوالي ادارې له خپلو مسؤلیتونو سره سم عمل وکړي، څو دغي ستونزي ته اساسي حل لاري وموندل شي.
هغه یادونه وکړه، چي د کډوالو د نه ستنېدو په برخه کي یوه اساسي ستونزه د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت دی او ددې ستونزي د حل لپاره اړینه ده، چي دولتونه اساسي قدمونه پورته کړي.
په دې غونډه کي د پاکستان د کډوالو وزیر عبدالقادر بلوچ وویل، چي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د بیرته ستنېدو په برخه کي د یوه همکار په حیثیت کار کوي او د ستنېدو پروسه به له افغان حکومت سره په ګډ توافق باندي مخ ته بیايي.
هغه زیاته کړه، پاکستان ژمن دی، چي پر کډوالو به هیڅ راز فشار نه راوړي او ډاډ ورکوي، چي د بیرته راتګ پروسه به د عزت، امنیت او احترام په رڼا کي ترسره شي.
نوموړي یادونه وکړه، چي حکومت یې پرېکړه کړې، څو د افغان کډوالو د پاته کېدو موده د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ د میاشتي تر ۳۱ پوري وغځوي، څو د چمتووالي پروسه تکمیله او اوسني تشویشونه حل سي.
ښاغلي بلوچ وویل، چي په افغانستان کي ژمي ته په کتو سره به د پاکستان حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډیسمبر له لومړنۍ نېټې بیا د ۲۰۱۷ کال د مارچ دمیاشتي تر پیله پوري د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته