ټولنه

په سيند کې ديو موټر دلويدو له امله درې تنه ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ١٧ :
دبغلان ولايت ددوشي په ولسوالۍ کې پرون په سيند کې ديو کرولا موټر دلويدو له امله  درې تنه ووژل شول.
ددوشي ولسوال شمس الدين سرحدي دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه موټر  له  دوشي څخه پلخمري ته روان و چې  دزيات ګړنديتوب له امله ددوشي ولسوالۍ دقره مت  په ساحه کې   له واټ څخه ووت اوپه سيند کې ولويد.
يوه اړونده خبرځاى وويل  په دې پيښه کې دکرولا موټر درې تنه سپرلۍ ووژلې شوې  چې ددوو تنو  مړي ترلاسه شوي  او ديو سړي مړى  په سيند کې پاتې دى .
سرحدي زياته کړه چې ددغې ولسوالۍ دامنيتي مسوولينو له خوا ديوبل مړي  دايستلو لپاره پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته