روغتیا

په هرات کې د کرونا ويروس د مخنيوي بهير د ګړندي کولو لپاره غونډه جوړه شوه

 کابل / د وري ٢٠مه / باختر
په هرات کې د کرونا ويروس د مخنيوي بهير د ګړندي کولو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د لارې د نخچې د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه.
د هرات والي سېد عبدالوحيد قتالي په کاري لارو چاروکې دبدلون رامنځته کول د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي د مشکوکو کسانو تثبيتول او تر پوښښ لاندې د زيانمنونکو ډلو نيول له کرونا ويروس سره د مبارزې کميټې کاري لومړيتوبونه وبلل.
قتالي له روغتيايي مسولوينو څخه وغوښتل چې په ٢٤ ساعتوکې له کرونا ويروس سره د مبارزې او د خدمتونو د وړاندې کولو د حالت او اقداماتو له څرګند انځور سره جوخت هر اړخيز پروګرام تدوين کړي.
په دې غونډه کې چې د شپې تر يوې بجې پورې دوام وکړ؛ په ولسي جرګه کې د خلکو استازو سېد طه صادق او عمر نصير مجددي هم پکې ګډون کړې و.
د هرات والي له کرونا ويروس سره د مبارزې د اغيزمنو لارو چارو د اجرا کولو غوښتنه وکړه او روغتيايي مسوولينو ته يې دنده وسپارله چې تر نن ماښام پورې دې  خپله مشخصه طرحه ده ته وړاندې کړي.
دغه راز په پارلمان کې د هرات د خلکو استازو د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر د بنسټيزو هلوځلو غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې ده د هرات د عامې روغتيا رياست له کورنيو ماهرانو او همکارو سازمانونو سره په ګډه له خپلو اړتياوو سره جوخت نن د هرات والي ته خپله مشخصه طرحه وسپاري.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته