ښوونه او روزنه

خبرتيا:

کابل باختر د کب دمياشتې  ٣ :
د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د عمومي ریاست خبرتیا
د کانکور ازموینې ټولو نوماندانود کابل ښار پوهنې ریاست اړوندو لیسو (دولسم ټولګي عمومي اومتفرقه فارغانو) ته خبر ورکول کېږي چې پر ټاکل شویو ورځو د بایو متریک معلوماتو د ثبت په موخه، کابل پولې تخنیک پوهنتون ته حاضر شي.
۱ـ شهرک صفا، ابوذر غفاري، استاد خلیل الله خلیلي او سردار محمد داود خان لېسې د چهارشنبې پر ورځ د ۱۳۹۵/۱۲/۴ وروسته له غرمې. وخت یوازې یوه ورځ
۲ـ د بګرامیو ولسوالۍ لېسې د پنجشنبې پر ورځ د۱۳۹۵/۱۲/۵  نېټه وروسته له غرمې. وخت یوازې یوه ورځ
یادونه: د پورتنیو لېسو ټول نوماندان د بایو متریک معلوماتو د تطبیق لپاره د کابل پولې تخنیک پوهنتون ته پر ټاکلې ورځ مراجعه وکړي.
هغه نوماندان چې د بایو متریک معلوماتو د ثبت په موخه حاضر نه شي، کانکور ازموینه کې د ګډون حق نه ورکول کیږي. د پاتې لېسو خبرتیا به وروسته خپره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته