نړۍ

څلور تنه پاکستاني عسکر په جنوبي وزيرستان کې ووژل شول

اسلام آبآد- دان – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
د پاکستان د اردو مقامات وايي چې څه ناڅه څلور تنه پاکستاني عسکر وړمه شپه د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمه کې له تندلارو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
د پاکستان اردو په يوه اعلاميه کې ويلي دي: تندلارو په جنوبي وزيرستان کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې د څلورو عسکرو په وژل کيدو سربېره نهه تنه مليشې هم ووژلې شوې.
د پاکستان اردو د تېرکال د غبرګولي په مياشت کې په سيمه کې د تندلارو پرخلاف پراخ عمليات پيل کړل.
د وړمې شپې جګړه په سيمه کې د پاکستان د اردو د عملياتو نوى پړاو و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته