نيويارک دروسيې غږ باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨:
دملګروملتو د سازمان امنيت شورا د روان کال د سلواغې د مياشتې په لومړۍ نيټه د اوکراين په ختيځ کې د تاوتريخوالي د زياتوالي په باره کې غونډه کوي.
د ملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا دپنځلسو هېوادونو دهيتونو دکتنې نوښت د ليتوانيا له خوا پيشنهاد شوى دى.
دا به د دغې مسئلې په باب دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا ٢٧مه مشورتي غونډه وي .
د اوکراين په نا آراميو او نښتوکې چې د روان کال د وري په مياشت کې له خپل مقام څخه د دغه هېواد د جمهور رييس ويکتوريانوکويچ له ګوښه کيدو وروسته پيل شوې، د ملګروملتو د سازمان د معلوماتوله مخې څلور زره ٧٠٠ تنه ملکي وګړي وژل شوي او څه د پاسه لس زره تنه نور ټپيان شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل