اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې توپير نه دى راغلى

کابلباخترد تلې د مياشتې٢٣
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت کوم توپير  نه دى راغلى. په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٣٥ ډالرو وړاندې کيدل، نن هم په ١٢٣٥ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس د کابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٠٠ افغانيو، کويټي په٢٣٥٠افغانيو، سنګاپوري په٢٣٠٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠افغانيو، عربي په٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په٠ ١٥٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته