امنیت

دترکيې يو تبعه ونيول شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د ترکيې جمهوريت يو تبعه چې د جنايي او تروريستي جرمونو تور پرې لګول شوى دى او په غيرقانوني ډول له پاکستان څخه افغانستان ته راغلى و؛ دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او له هر اړخيزو څيړنو وروسته د ترکيې د انترپول پوليسوته وسپارل شو.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دکور نيوچارو وزارت د انترپول د پوليسو د رييس مل پاسوال سيد افندي دڅرګندونو له مخې : د ترکيې جمهوريت تبعه يوکر دوګان چې په غيرقانوني ډول د ايران له پولې څخه په تيريدو سره د پاکستان خاورې ته ننوتى و او د دغه هيواد په يوه ديني مدرسه کې د دريوکلونو له تيرولو وروسته، د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا په تروريستي بريدونوکې د لاس لرلو په تور ونيول شو او درې کاله يې ددغه هيواد په يوه جيل کې تېر کړل.
دى دپاکستان له جيل څخه له خلاصون وروسته په غيرقانوني ډول دافغانستان خاورې ته را ننوتى و چې په ډير لنډ وخت کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
په دغه سړي د غلا ، د سندونو د جعل، په غيرقانوني او تروريستي وسله والو سازمانونوکې د غړيتوب او د وسلو او مهماتو د غيرقانوني سوداګرۍ د جرمونو تورلګول شوى دى.
څرنګه چې په افغانستان کې کوم جرم نه دى ترسره کړى؛ د ترکيې جمهوريت د انترپول د پوليسو او د کورنيو چارو وزارت د نړيوالو پوليسو د رياست له غوښتنې سره سم د هيواد د عدلي مقاماتو په لارښونه دى د ١٣٩٣ کال د زمري د مياشتې په لسمه نيټه د کورنيو چارو وزارت د انترپول د رييس مل پاسوال سيد افندي له خوا په داسې حال کې چې دکابل د نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسوقوماندان او دڅارنوالۍ استازى هم حاضر وو، د ترکيې جمهوريت د انترپول افسرانو ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته