امنیت

د هرات د يوه تن اوسيدونکي د تښتونې مخه ونيول شوه

کابل/ باختر/ د وري دمياشتې ۴مه
د هرات ولايت د ملي امنيت منسوبينو د يو تن  د تښتولو مخه ونيوله او درې تنه يې د انسان تښتونې په تور ونيول .
نيول شوي کسان دانجيل، کشک کهنه او کشک رباط سنګي د ولسواليو اوسيدونکي دي چې په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
دغو کسانو کله چې غوښتل د هرات ښار يو تن اوسيدونکی وتښتوي، دملي امنيت دځواکونوله خوا ونيول شول .
د هرات ولايت د ملي امنيت رياست له پتمنو خلکو څخه په صميمانه ډول غوښتنه کوي چې د جرمونو د مخنيوي او د امنيت د تامينولو په خاطر له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي .
  ختم _ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته