امنیت

په خوست کې ددولسوتنو ځانمرګو يرغلګرو نيول کيدل .

کابل باختر د وري  پنځلسمه :
په خوست ولايت کې دملي امنيت دمامورينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې  دولس تنه ځانمرګي يرغلګرونيول شول
دخوست ولايت دملي امنيت مامورين وايي دغو يرغلګرو غوښتل چې دانتخاباتودترسره کولوپه ورځ دخوست ولايت په مرکز او اړوندوولسواليو کې په يو لړ ځانمرګو اوبمي بريدونو لاس پورې کړي .
له دغو يرغلګرو څخه په بمونوبار پنځه موټرسايکلونه ، ځانمرګي واسکټونه اوپه لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي
دخوست ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى دباختر اژانس له خبريال سره په اړيکه کې په دغه ولايت کې ددولسو تنو ځانمرګو يرغلګرو نيول تاييد کړل  اوويې ويل چې دوى په پاکستان کې ديو لړ ټولنو له خوا دانتخاباتو دترسره کولو په ورځ ديو لړتروريستي بريدونوپه ترسره کولوګومارل شوي و
دملي امنيت ديوه خبرځاى دڅرګندونو له مخې نيول شوي يرغلګر دحقاني دتروريستي شبکې غړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته