کابل باختر د وري دمياشتې ٧ :
د کابل – قندهار لويه لاره د طالبانو له خواد ښخ کړاى شويو ماينونو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده .
دغه ماين ښخونې د دې سبب شوې چې نن سهار په زرګونو تنه مسافرين د څو ساعتونولپاره د لويې لارې په دواړو غاړو کې بندپاتې شي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه ماينونه چې دکابل _ قندهار د لويې لارې دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و؛ د پوځيانوله خوا کشف او شنډکړاى شول.
جمعه ګل چې له خپلې ميرمنې سره له کابل څخه غزني ولايت ته د خپل کور په لور روان و؛ د باخترآژانس خبريال ته وويل چې له نن سهارڅخه تر اوسه پورې د لارې خلاصيدو ته سترګې په لاره دي.
دغه راز د کابل _ قندهار د لويې لارې يوه امنيتي خبرځاى وايي چې تخنيکي ټيم د دغو ماينونو د شنډولو لپاره هلې ځلې کوي.
ده وويل: طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره سپرليو ته مرګانۍ خونړۍ پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.
0 1 دقیقه لوستل