امنیت

په غور کې دکوماندو دځواکونو په بريد کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان  په غور ولايت کې دنويو نښتو له امله ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار دغور مرکز فيروز کوه ښار ته څيرمه دخرو په سيمه کې کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو بريد وشو .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول
ده وويل چې طالبانو په سيمه کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې دکوماندو ځواکونو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته