امنیت

دملي امنيت له جيلونو څخه پنځوس تنه ازاد شول .

 

٧-کابل باختر د لړم څلورمه

  دافغانستان دملي امنيت اداري له مخالفو ډلو سره په همکاري  پنځوس تنه تورن کسان له بند څخه ازاد کړل .

 دملي امنيت  داداري مقاماتو اعلام وکړ چې دغه کسان دافغانستان په بيلابيلو سيموکې له طالبانو سره دغير اګاهانه همکاريو او په تروريستي فعاليتونوکې ددوى دلاس لرلو په باب دناسمو اطلاعاتو په دليل نيول شوي و .

  دافغانستان دملي امنيت داداري دويندوى مرستيال شفيق طاهري  وايي چې دغه کسان ددوى دبې ګناهي له اثبات وروسته  دنيکمرغه لوى اختر په درناوي دجمهور رييس په لارښوونه ازاد کړي شوي دي.

 ويل کيږي چې دغو کسانو له يوې اوونۍ څخه تر يوې مياشتې پورې دافغانستان  په بيلابيلو سيموکې دملي امنيت په جيلونوکې تير کړي دي .

 يو ازاد شوى بندي حاجي  نعمت الله وويل چې ده هيڅکله له طالبانوسره همکاري نه ده کړې.

 په همدې حال کې دافغانستان دملي امنيت ويندوى  وايي چې  ددوى ځواکونه دپوځي عملياتو په بهير کې  له زيات دقت څخه کار اخلي چې بې ګناه خلک پکې زيانمن نه شي .

  ده وويل  چې دوى په ترورتيسي  فعاليتونو دځينو تورنو بنديانو دوسيې څيړي او ددوى  دبې ګناهي  داثبات  په صورت کې به له بند څخه ازاد شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته