اقتصاد

دماليې وزارت سرپرست : دافغانستان دتوليداتو صادرول له مهمو لومړيتوبونو څخه دي .

-کابل /  دغبرګولې ٢٦مه /باختر :
دماليې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغنديوال دافغانستان دسوداګرى او صنايعو دخونې له لومړي مرستيال اودافغانستان دسوداګرى او پانګې اچونې دخونې دعامل هيئت له رييس سره دهېواد دتوليداتو دصادرولو لپاره دګمرکي اسانتياو درامنځته کولو په اړوند خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبرله مخې، دماليې وزارت سرپرست په دې کتنه کې دکمرکونو په برخه کې دموجودو ستونزو ، دافغانستان دتوليداتو دصادرولو لپاره  د اسانتياو  درامنځته کولو او د تير( تي اي ار )  سيستم  په اړوند دافغانستان  دسوداګرى او صنايعو دخونې له لومړي مرستيال او دافغانستان دسوداګرى اودپانګې اچونې دخونې دعامل هيئت له رييس سره  خبرې وکړې .
  لومړى دافغانستان دسوداګرى او صنايعو دخونې  مرستيال  دګمرکونوپه برخه کې دخصوصي سکتور دستونزو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل  چې دماليې وزارت دې ددغو ستونزودڅېړنې لپاره  له ملي سوداګرواوله خصوصي برخو سره  مرسته او همکاري وکړي .
دغه راز هغه دافغانستان دزراعتي محصولاتو د صادراتو لپاره داسانتياو  درامنځته کولو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل  چې په نږدې راتلونکې کې دافغانستان دميوواو سبو فصل رارسېږي . او ددغو محصولاتودصادرولو په خاطر له نورو هېوادونو سره خبرې شوي دي . او په دې برخه کې دمالېې وزارت همکاري  هم  مهمه وبلله .
هغه دتير دترانزيت دسيستم په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل : چې دتير سيستم يو نړيوال  ترانيزيتي سيستم دى  چې دهغه له مخې،  ترانزيت معياري شوى دى او دفساد  دکمښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي . او افغانستان  کولاى شي  له دغه سيستم څخه استفاده وکړي .
  دماليې وزارت سرپرست وويل چې دخصوصي برخې  دستونزو دحل کولو په تېره بيا  داداري فساد سره  دمبارزې په برخه کې هراړخيزه همکاري کېږي .
او دګمرکي کنترول دمرکزي سيستم  دپرانستلو په اړوند  چې دفساد په کمښت کې  زيات رول لري او نوى پرانستل شوى دى معلومات ورکړل .
هغه  زياته کړه چې ددغه مرکز په پرانستلو سره دهېواد ټول کمرکونه دديجتلي تلو ، اسکنرونو او کمرو ددرولو په ګډون په تجهيزاتوسمبالېږي . خو له فساد سره  دمبارزې په برخه کې دخصوصي برخې همکاري ډيره مهمه ده .
دماليې وزارت سرپرست دافغانستان دتوليداتو صادرول يومهم لومړيتوب وباله او دموجودو ستونزو په لرې کولو کې يې  له دغومسوولينو سره دمالې وزارت همکاري څرګنده کړه .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته